د کورنیو چارو او مخابراتو وزارتونو ترمنځ د فساد د مخنیوي لپاره د ترافیکي چارو د الکترونیک کیدو تفاهم لیک لاسلیک سو.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي، لاهم هغه عواید، چي باید دولت ته تسلیم سي په ډیرو ادارو کي ترې غیرقانوني استفاده کیږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسٔوولان هم ددې تفاهم لیکونو لاسلیک د ترافیکو ریاست د چارو اسانولو لپاره غوره اقدام بولي.
د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو ریاست د ادارې چارو الکترونیکي کیدل ددې وزارت د اصلاحاتو بهیر یوه برخه بولي او وایي، چي په دولتي ادارو کي له ټکنالوژۍ په استفادې به د اداري فساد مخه ونیول سي او شفافیت به تضمین سي.
د کورنیو چارو وزیر وایي، چي په ښار کي لاهم ډیری نقلیه وسایط له جعلي اسنادو په استفادې تګ راتګ کوي او دې کار امنیتي اندیښنې ډیري کړي.
د مسٔوولانو په وینا د ترافیکو ریاست د اداري سیستم برېښنايي کېدل به د جعل او تذویر مخه هم ونیسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون