د سرپل ولایتي چارواکي: که مرکز مرسته ونه کړي د صیاد ولسوالي به سقوط سي

والي عبدالقادر اشنا، ویلي چي وسله‌والو طالبانو د صیاد ولسوالۍ پر مرکز حمله کړې وه چي تر سهاره روانه وه.

په‌دې حمله کي د صیاد امنیه قوماندان عبدالمالک نظامي او د هغه دوه ساتونکي هم ووژل سول.

والي وویل چي وسله‌والو طالبانو په صیاد کي د ملي اردو یوه او د ملي پولیسو دوه پوستې ونیولي او اور یې ورواچاوه.

د سرپل د والي په وینا، د صیاد ولسوالۍ سقوط به د سرپل امنیت کمزوری کړي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...