د روغتیا مسؤلین وايي، په کندهار کي د ایچ ای وي ایډز ناروغۍ پيښي راکمي سوي دي

راپور: محمد یار مجروح

د کندهار د روغتیا مسؤلین وايي، تیر کال يې په دغه ولایت کي د (HIV/AIDS) ناروغۍ ۱۷ مثبتي پيښي ثبت کړي وي چي سږ کال یې کچه لسو پيښو ته راکښته سوې ده.

د ډسمبر میاشتي لمړۍ نیټه دایچ ای وي ایډز (HIV/AIDS) ناروغۍ نړیواله ورځ ده چي د نړۍ به کچه ۳۷ میلیونه کسان له همدې ناروغۍ کړیږي.

په کندهار کي تر دا مهاله د (HIV/AIDS) ناروغۍ ۱۱۷  پيښي ثبت سوي دي.

د کندهار د  عامي روغتیا مرستیال ډاکټر موسی جان سلطاني وايي، په دغه ولایت کي د (HIV/AIDS) ناروغۍ د تداوۍ او عامه پوهاوي فعال مرکزونه لري چي په خبره يې هڅه يې داده تر څو د یادي ناروغۍ پيښي صفر ته راکښته کړي.

بلخوا په کندهار کي د (HIV/AIDS) پروګرام مسؤلین مني چي د یادي ناروغۍ په پيښو کي کموالی راغلی خو زیاتوي چي سته روغتیايي مرکزونه د ناروغیو د کنټرول لپاره بسنه نه کوي.

په کندهار کي د (HIV/AIDS) پروګرام مسؤل ډاکټر همایون رحماني وايي، په دغه ولایت کي څلور خاص مرکزونه د (HIV/AIDS) ناروغۍ لپاره جوړ سوي چي په وړیا ډول د ناروغانو معاینات، عامه پوهاوی او درملنه کوي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخي په ټول افغانستان کي د (HIV/AIDS) ناروغۍ ۲۷۱۵ مثبتي پيښي ثبت سوي چي ۱۷۵ يې کوچنیان دي.

په نړیواله کچه (HIV/AIDS) ناروغۍ تیر کال ۱ میلیون کسان وژلي او ۱،۸ میلیونه نور په یاده ناروغي اخته سوي هم دي.

روغتیاپالان د یادي ناروغۍ د اخته کیدو عمده لار د یوه کس څخه بل کس ته  د وینی انتقال یادوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...