امریکا وایي، په افغانستان کي د جګړې ختمول غواړي خو خپل سرتیري له دغه هیواد څخه نه باسي

د امریکا ددفاع وزیر جیمز متیس ویلي، امریکا په ټول توان هڅه کوي چي په افغانستان کي اوږده جګړه پای ته ورسوي، سیاسي مذاکرات پایلې ته ورسېږي خو تر اوسه یې په دې اړه پرېکړه نه ده کړي چي خپل ځواکونه په لنډ مهال کي له دغه هيواد وباسي.

جیمز متیس همدا راز ویلي چي په افغانستان کي د سولي راوستل یوازي د امریکا کار نه دی، بلکي طالبان هم باید په دې برخه کي همکاري وکړي.

دده په خبره د سیمي هېوادونه او ملګري ملتونه هم باید د افغانستان د سولي له پروسې سره هر اړخیزه مرسته وکړي او دغه هېواد ته ثبات راولي.

نوموړي دغه راز ویلي چي طالبانو د افغان حکومت د سولي وړاندیز و نه مانه او دوی ثابته کړه، چي د افغانانو ژوند ورته ارزښت نه لري.

جیمز متیس وایي د امریکا حکومت تر دې دمه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه هیڅ راز پرېکړه نه ده کړې او غواړي چي د ۴۱ هېوادونو له سرتیرو سره څنګ په څنګ هلته د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ادامه ورکړي.

نوموړي زیاته کړې چي امریکا او یاد هېوادونه په افغانستان کي له ۲۰ ترهګرو ډلو سره په جګړه بوخت دي او دغه ډلي باید ماته کړل سي.

متیس داسي مهال یادې څرګندونې کړې چې ګڼې رسنۍ له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه راپورونو او تحلیلونه خپروي.

دوی وايي امریکا غواړي له افغانستان خپل ځواکونه وباسي نو ځکه یې د سولي پر خبرو ډېر تمرکز کړی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...