د ټاکنو خپلواک کمېسيون د کونړ، سمنګانو، سرپل، نورستان او ميدان وردګو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې.
د دې کمېسيون مشر ګلاجان عبدالبديع صياد، تېره شپه په یوه خبري ناسته کي وويل چي په کونړ کي جاویدساپی، مولوي شهزاده شاهد، نعمت الله کرياب او وږمې ساپۍ تر ټولو زياتې رايې اخيستې دي.
هغه زياته کړه، په سمنګانو ولايت کي مخدوم ابدال الله محمدي، حيات الله سمنګاني، ضياءالدين ضياء او محبوبه رحمت په دې ولايت کي مخکښ کانديدان دي.
د نوموړي په وينا، په سرپل کې محمد اکبر سلطان زاده، ډاکټر اسدالله، سيد محمد محسن شريفي بلخابي، حميدالله بېګ او عزيزې جليس تر ټولو زياتي رايې اخيستي دي.
نوموړي د نورستان په اړه وويل چي عبيدالله نورستاني او ډاکټر زاهدې فيضان تر ټولو زياتي رايې اخيستې دي.
د ده په خبره، په ميدان وردګو ولايت کي عبدالاحمد دراني، عبدالرحمن وردګ ، محمد مهدي راسخ، حليمه عسکري او انجنير حميده اکبري تر ټولو مخکښ کانديدان دي.
صياد وويل چي دغه لومړنۍ پايلي دي او کانديدان تر ٤٨ ساعتونو پوري د شکايتونو په کميسيون کي خپل شکايت ثبتولاى سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون