د عامي روغتيا وزارت وايي، په هیواد كي د قابله ګانو او نرسانو شمیر زيات سوى

د عامې روغتيا وزارت وايي، د مور او ماشوم د مړ ني كچي د كمولو او له منځه وړلو لپاره ۲۰ زرو ماهرو قابله ګانو او نرسانو ته اړتيا ده.

د عامې روغتيا وزير فېروزالدين فېروز د نرسنګ او قابلګۍ شورا د رامنځته كولو په اړه جوړي سوې غونډي ته وويل، كه څه هم په هېواد كي د تېرو كلونو په پرتله د قابله ګانو او نرسانو شمېر زيات سوى، خو د دغې شورا په جوړېدو سره به په دې برخه كي كمى له منځه ولاړ سي.

د نوموړي په خبره، د يادې شورا يو مسٔووليت د نرسنګ او قابله ګي د نصاب معياري كول دي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په هیواد كي په ۲۰۰۲م ميلادي كال كي ۷۰۰ قابله ګانو او نرسانو فعاليت كاوه، خو اوس دا شمېر ۱۴ زره ته لوړ سوى دى.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...