د هلمند والي وايي، د ایران او پاکستان په ګډون یو شمیر هیوادونه خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره له وسله والو طالبانو د پروژې په توګه کار اخلي

د هلمند والي محمد یاسین وايي، چي وسله والو طالبانو ته د ایران ساخت وسلې ور رسیږي.

نوموړی وايي، چي له ایرانه د وسلو او چاودېدونکو توکو د لیږد او د بهرنیو وسله والو د تګ راتګ لاري د نیمروز په بهرامچې کي د هلمند هغو شمالي ولسوالیو ته رسیږي چي د وسله والو طالبانو په لاس کي دي.

په همد ې حال کي د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوک په واشنګټن کې د ایران ساخت راکټونو ټوټې خبریالانو ته ښودلي او ویلي یې دي چي، دا ټوټې افغان ځواکونو په هلمند کي له طالبانو ترلاسه کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...