د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې اداره، له افغانستان سره خپلي مرستي لا ډیروي

 یادې څرګندوني د بیړنیو مرستو د همغږۍ په برخه کي د ملګرو ملتونو مرستیال مارک لوکاک له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره د ژنيو کنفرانس په څنډه کي د لیدني پر مهال کړې دي.

د اجراییه ریاست پر فیسبوک پاڼه د خپرو سویو معلوماتو له مخي، لوکاک په دې لیدنه کي په خپلو خبرو کي ویلي چي یاد سازمان به وچکالۍ ځپلو ته د رسیدګي په برخه کي له افغان حکومت سره په همغږۍ خپلو مرستو ته دوام ورکړي او ډاډ یې ورکړ چي دوی هڅه کوي په دې برخه کي خپلي مرستي لا ډیري او پراخي کړي.

سرچینه کاږي چي دواړو لوریو په دې لیدنه کي د همکاریو پر پراختیا او له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کي د خلکو د مقاومت پر لوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز په دې لیدنه کي له افغانستان سره د ژنيو ناستي پر ژمنو هم خبري اتري کړې دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...