د کندهار د پخواني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د وژل کیدو د ۴۰ ورځي په مناسبت د قران کریم ختمونه وسوه

راپور: محمد یار مجروح

د کندهار د پخواني امنیه قومندان د وژل کیدو نن څلویښت ورځي پوره کیږي.

ستر جنرال عبدالرازق اڅکزی د میزان میاشتي پر ۲۶ نیټه د کندهار ولایت ماڼي کي د یوې لويي غونډي څخه د وتلو په حال کي ووژل سو.

د کندهار دیني عالمان، قومي مشران او د ښوونځیو او دیني مدرسو زده کوونکي د جنرال عبدالرازق پر مقبره راټول سوي او دقران کریم ختمونه کوي.

دوی وايي، ستر جنرال عبدالرازق د ولس لپاره بې ساري خدمتونه کړي وه ځکه د خلکو په زړونو کي دی.

د جنرال عبدالرارزق د وژل کیدو ورسته افغان ولسمشر د کندهار د قومي مشرانو او یو شمیر لوړپوړو دولتي مسؤلینو په خاصه غوښته د کندهار د امنیې قومندانۍ چاري د جنرال عبدالرازق ورور تادین خان اڅکزي ته وسپارلې.

یو شمېر دیني عالمان او عام کسان وايي، د جنرال عبدالرازق پر مقبره يې د قران کریم ختمونه د ټولو شهیدانو روح ته د دعا غوښتولو او افغانستان جوړېدلو په موخه وکړل.

ستر جنرال عبدالرازق چي په جنوب  کي دیوه زوړ او مخکښ قومندان په توګه پيژندل کیده د میزان میاشتي پر ۲۶ نیټه د کندهار ولایت ماڼۍ کي د کندهار د والي د یوه ساتونکي له لوري په ډزو کي ووژل سو.

وسلوالو طالبانو ددغه برید مسؤلیت منلی وو.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...