د کانونو او پټرولیم وزیره نرګس نهان وایي، یو شمیر لوړپوړي حکومتي چارواکي، د ملي شورا غړي او سیاسیون د کانونو په ګدون په ځینو لویو پروژو کي دخیل دي چي دا د سته پالیسیو خلاف عمل دی.
نهان دا څرګندوني نن په کابل کي یوې خبري غونډې ته په خبرو کي وکړې.
هغه دا څرګندوني په داسي حال کي کوي چي وړاندې تر دې هم په غیر قانوني کېندنو کي د ملي شورا یو شمیر غړي او زورواکي تورن سوي وو.
په ورته وخت کي د ولسي جرګې منشي میرداد نجرابي بیا وایي چي د ملي شورا پر غړو ورته تورونه لګول بې بنسټه دي او نرګس نهان دا خبري ځکه کوي چي نوموړې ته یې د باور رایه ورنه کړه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون