راپور: مهتمم صالح
په کندهار کي د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي ۱۶ ورځنی کمپاین د یوې غونډي په ترڅ کي پیل سو چي له مخي به یې خلکو ته د ښځو د حقونو په اړه معلومات ورکړل سي.
په کندهار کې یوه څارنواله زینب فایز وايي، چي د امنیت خرابوالی او ټولنیز محدودیتونه په افغانستان کي د ښځو د حقوقي وضعیت د ښه کېدو پر وړاندې عمده خنډونه بلل کېږي.
دا وايي، د دغه یاد کمپاین په ترڅ کې د ښځو د حقونو په اړه عامه پوهاوی ورکړل سي.
دغه راز د ښځو د حقونو د ملاتړ کورنۍ او نړیوالې ادارې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي له زیاتېدو اندېښنه لري.
ښځي وايي، د دوی د حقونو لپاره نه یوازي ښځي بلکې نارینه هم باید زیاته هڅه وکړي تر څو په دې برخه کي عامه پوهاوی ورکړي.
دوی وایي، جګړو د ښځو پر ژوند ډير منفي اغېز کړی له همدې امله د عامه پوهاوي پروګرامونه هم په ښه توګه نه ترسره کیږي.
دوی وویل، په ټولنه کي د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي په مخنیوي کي تر ټولو مهمه لار ښځو ته تعلیمي زمینه برابرول دي، چي په دې اړه بايد ځانګړې پاملرنه وسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون