د ولسي جرګې غړې ارین یون وایي، چي پرونیو لاریون کوونکو هغه وسلې کارولي دي چي حکومت په خپله ورکړي وې

د ولسي جرګې غړې آرین یون د یادې جرګي د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کي د خبرو پر مهال وویل، چي حکومت د عاشورا ورځي د امنیت تر نامه لاندي کابل کي هزاره مېشتو وګړو ته وسلې وېشلې وې.

د نوموړي په خبره دغه وسلې بېرته ټولې نه سوې او له همدې وسلو په استفاده، پرونیو لاریون کوونکو په کابل ښار کي ډزي کولي او کابل ښاریانو ژوند یې تریخ کړی و.

نوموړې له حکومت وغوښتل چي د یوه منظم پلان له مخي دې په کابل او شاوخوا سیمو کي له ټولو کسانو وسلي راټولي کړي او هغه کسان دې د قانون منګولو ته وسپاري چي له دې وسلو یې ناسمه استفاده کړې ده.

د ولسي جرګې ګڼو نورو غړو هم د پرونیو لاریون کوونکو کړني وغندلي او هغه یې د حکومت پر وړاندې ښکاره بغاوت وباله.

د ولسي جرګې غړو حکومت هم د ورته وضعیت په کنټرول کي ناکام وباله او پر امنیتي ارګانونو یې سختي نیوکي وکړې.

دوی پر حکومت ږغ وکړ، چي که د غیر مسٔوولو وسله والو نیول سوی قومندان علي پور مجرم وي نو ژر تر ژره یې دي محاکمه کړي.

د غیر مسٔوولو وسله والو قومندان علي پور چې په جنګي جنایتونو تورن دی پرون د ملي امنیت د ځواکونو له لوري په کابل ښار کي ونیول سو.

په کابل کې هزاره میشتو وګړو ددغه پېښي په غبرګون د لاریون تر نامه لاندي په کابل ښار کي ګډوډي جوړه کړه او خلکو ته یې مالي زیانونه واړول.

نن هم د کابل ښار د میرویس میدان او دشت برچي سیمو په شاوخوا کي د ډزو غږونه اوریدل کیږي او هټي تړلي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...