د خوست په مندوزیو ولسوالۍ کي د جمعې د لمانځه پر مهال د ملي اردو د لوي لوا په جومات کي ځانمرګی برید سوی و، چي له امله یې ۲۷ سرتیري وژل سوي او ۷۹ نور ټپیان دي.
له ارګ څخه په یوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، ولسمشر غني دغه جنایتکارانه او اسلام ضد عمل د سختي غندني ترڅنګ اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چي د پېښي څرنګوالی په هراړخیزه توګه وارزوي او وظیفوي غفلت کوونکي تر پېژندلو وروسته مجازات سي.
دغه راز ولسمشر د خوست ولایت مقاماتو او اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چي د ټپیانو په درملنه کي له ټولو امکاناتو د استفادي ترڅنګ، د شهیدانو کورنیو ته هم بېړنۍ رسېدګي وکړي.
اشرف غني د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او ټپیانو ته دعاجلي روغتیا هیله کړې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون