د مشرانو جرګې رئيس وايي، حکومت، بهرنیان او د ټاکنو کمیسیون په ګډه د ولسي جرګې نتایجو د تغیر هڅه کوي

فضل هادي مسلمیار وایي د ولسي جرګې ټاکنو د پایلو پر ځنډولو جدي ملاحظه لري او داسي اسناد یې ترلاسه کړي، چي حکومت، د کمیسیون دارالانشا او بهرنیان په ګډه د ولسي جرګې ټاکنو د واقعي نتایجو د اعلان پرځای د خپلي خوښې کسانو پر بریالي کولو کار کوي.

خو د ټاکنو کمېسیون وایي، که څوک د ټاکنو پر بهیر ملاحظات لري د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره دې خپلي اندېښني شریکې کړي.

د مشرانو جرګې رئيس وايي، کره اسناد او شواهد په لاس کي لري، چي حکومت، د ټاکنو کمېسیون دارالانشا او خارجیانو د ولسي جرګې ټاکنو نتایج ځکه ځنډولي، څو د اصلي او واقعي نتایجو پرځای دد غو نتایجو پایلي پر خپله ګټه تغیر کړي.

د مشرانو جرګې رئيس له حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه غواړي، څو د ټاکنو په پایلو کي تغیر رامنځ ته نه کړي او خبر داری ورکوي، که د ټاکنو په پایلو کي لاس وهنه کیږي ناوړه پایلي به ولري.

په ورته مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایو د تفتیش پرمهال یوشمېر څارونکي وایي، چي د رایو تفتیش په سمه توګه نه ترسره کیږي او یوازې د خلکو په سترګو کي د خاورو شېندل دي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، که څوک د ولسي جرګې ټاکنو او په دې بهیر کي د لاس وهني په تړاو ملاحظات لري د کمېسیون له رهبرۍ سره دي دا ستونزي شریکي کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...