د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چي ډیر ژر به افغانستان ته سفر وکړي

نوموړي چي تېره شپه يې له امريکايي ټلوېزيون فاکس نيوز سره ځانګړې مرکه کوله، اعلان وکړ چي د افغانستان تر څنګ به عراق ته هم سفر وکړي او په دواړو هیوادونو کي به له مېشتو خپلو سرتېرو سره وګوري.

هغه زياته کړې چي په دې اړه يې پلانونه جوړ کړي او ډېر ژر به يې په اړه رسمي اعلان وسي.

ټرمپ په ډاګه کړې چي د ځينو امنيتي ملحوظاتو له امله اوس مهال په دې اړه نور جزئيات نه سي ورکولاى.

د يادوني ده، په ٢٠١٦ زېږديز کال کي د امريکا د ولسمشر په توګه تر ټاکل کیدو وروسته ډونالډ ټرمپ تر اوسه افغانستان او عراق ته، چېرې چي د امريکا لسګونه زره سرتېري مېشت دي، سفرونه نه دی کړي.

له دې مخکي د امريکا پخوانيو ولسمشرانو جورج بوش او بارک اوباما افغانستان او عراق ته سفرونه کړي وو.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...