په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ اداره «اوچا» وايي، په خاص روزګان، جاغوري او مالستان ولسوالیو کي د جګړې له امله ۹۳۰ بې ځایه سوي کورنۍ د بامیان مرکز ته رسېدلي دي.
د دې ادارې په وینا، لږ تر لږه ۷۰ نورې کورنۍ بامیان ته په لار دي.
اوچا پرون شنبه د نوومبر۱۷مه، په یوه خبرپاڼه کي وویل چې د جګړې له امله لږ تر لږه ۲۲۶۰ بې ځایه سوې کورنۍ د غزني مرکز ته ور کډه سوي دي.
اوچا ویلي چي دا ارقام یې د جمعې له ورځي راهیسې غونډ کړي دي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې تأیید کړې چي د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو اضافي ډلي جاغوري ته رسېدلي او د عملیاتو لپاره تیاری نیسي.
دې ادارې ویلي چي په مالستان، جاغوري او خاص ارزګان کې جګړه لا روانه ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون