د بلخ د محلي سینما لوبغاړی قدوس فرهمند د نامعلومو وسله والو کسانو په حمله کی ووژل سو

د بلخ ولایت د خُلم ولسوال تاج محمد رحیمي رسنیو ته ویلي، چي پېښه پرون جمعه ماسپښين د خُلم ولسوالۍ په مربوطاتو کي سوې ده.

 

د خُلم ولسوال وايي، په پېښه کي د ښاغلي فرهمند دوه نور همکاران ټپیان سوي دي.

د قدوس فرهمند مړی د بلخ حوزوي روغتون ته انتقال سوی او چارواکي وايي چي د پېښې په اړه د لا نورو کشفي جزیاتو په اړه څېړنې پیل سوي دي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...