په روان کال کي دا د افغانانو لویه شمېره ده چي یوځای له ایرانه خپل هیواد ته ستنېږي او بیا د ژمي په درشل کي افغانستان ته ځي.
ایران ته اکثر افغان کډوال د کار لپاره ځي، خو د امریکا د متحد ایالتونو بندیزونو د دغه هیواد اقتصاد اغیزمن کړی دی.
د روان میلادي کال له پیله تر اوسه تر شپږ لکه اویا زره ډېر افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه سوي دي.
په افغانستان کي دننه سږکال په لسګونو زره کسان د جګړو له امله په کور دننه بې ځایه سوي دي او د جګړو له کبله ډېرو ځوانانو ته د کار زمینه برابره نه ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون