د افغانستان، سعودي عربستان، اماراتو او امریکا استازو د افغان سولي په اړه خبري کړي دي

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي یادو څلورو واړو لورو په ابوظبي کي د افغان سولي په اړه خبري کړي دي.

سعودي عربستان ژمنه کړې چي افغانستان ته د سولي د راتګ په برخه کي خپلي همکارۍ نه سپموي.

سرچینه زیاتوي د سعودي شاهي حکومت په افغانستان کي د جګړو ختمیدو او سولي راتګ ته ژمن دی او په دې برخه کي د ښکیلو اړخونو ترمنځ د سیاسي مذاکراتو او سولي د خبرو ملاتړ کوي.

خبرپاڼه زیاتوي چي په دې خبرو کي د افغان سولي په اړه د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم حاضر و او ددغه لیدني له پایلو راضي و.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...