د افغانستان لوی څارنوال وایي، چي په محابسو کي د سمو خوړو په شمول، د صحي او اموزشي خدماتو نشتوالی او د زندانیانو لپاره پر وخت د رخصتۍ نه ورکول، داسي نور هغه موارد دي، چي په زندانونو کي ترې شکایتونه زیات دي.
په همدې حال کي د حکومت اجرایيه ریٔس وایي، چي د وړاندیز پراساس په زندانونو کي د اصلاحاتو لپاره قانوني اقدامات کیږي.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک بیا وایي، دا مهال د افغانستان په زندانونو کي ۳۶ زره او ۴۶ تنه بندیان دي، چي د اته زره او ۷ سوه پولیسو له لوري ترې ساتنه کیږي او هغه ستونزي، چي په دې برخه کي موجودي دي د حل لپاره یې د وزیرانو شورا باید ځانګړې بودیجه په پام کي ونیسی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون