د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په قزاقستان کې د Astana Club څلورمي نړیوالي غونډې په دوو بېلابېلو غونډو کي وینا وکړه.
په هغه ناسته کي چي د قزاقستان د جمهور رئیس نورسلطان نظربایف په مشرۍ تر سره سوه، حامد کرزي له افغانستان سره د قزاقستان له مرستو او په ځانګړې توګه افغان محصلینو ته د اسکالرشیپونو له برابرولو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چي دغه سلسله د پخوا په شان دوام ومومي.
پخواني جمهور رئیس همداراز د سولي لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د وروستیو هڅو هرکلی وکړ او د مسکو په کنفرانس کي یې د سولي عالي شورای او د طالبانو تحریک د استازو اشتراک یو نیک اقدام وباله هیله یې څرګنده کړه چي دغه دواړه هڅي سره همکاري سي.
پخواني جمهور رئیس په دغه برخه کي د قزاقستان له جمهور رئیس څخه د یو با تجربه مشر په صفت په خاصه توګه وغوښتل چي په افغانستان کي د سولي د هڅو د کامیابي لپاره هر اړخیز کوښښ وکړي.
حامد کرزي د یادې غونډې په څنده کي د قزاقستان له جمهور رئیس نورسلطان نظربایف سره په خصوصي توګه هم وکتل.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون