پمپیو د بهرنیو چارو ورازت کارکوونکو ته په یوه لېږلي پیغام کي ویلي، چي سولي او مذاکراتو پروسې د مخ ته بیولو لپاره خلیلزاد غوره انتخاب دی.
دده په خبره امریکا غواړي د افغانستان ستونزه د سولي له لاري حل کړي، نو د زلمي خلیلزاد ګومارنه ددې خبرې ښه ثبوت دی.
هغه زیاته کړې چي خلیلزاد په افغانستان کي زېدلی، کلونه یې په افغانستان کي کار کړی دی او کولای سي هر څه له نږدې مدېریت کړي.
پمپیو یو ځل بیا ټینګار کړی، چي امریکا غواړي د افغانستان ستونزه د خبرو له لاري حل کړي او هیله یې څرګنده کړې چي زلمی خلیلزاد وکړی سي دا چاره په بریالیتوب سره تر سره کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون