د کونړ ولایت امنیتي چارواکي وایي چي په یاد ولایت کي وړمه شپه په هوایي برید کي د وسله والو طالبانو مهم قومندانان وژل سوي دي.
د والي ویاند عبدالغني مصميم وویل چي په یاد برید کي ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو هغه په ټولنیزو رسنیو کي خپاره سوي ارقام رد کړل.
نوموړي زیاته کړه چي له دې پېښي یوازي ۱۵ملکیان په ټپي حالت کي د اسعد اباد ولایتي روغتون ته لېږدول سوي چي ممکن ځیني یې د سختو ټپونو له امله مړه سوي وي، خو دا خبرونه په ټولیزه توګه ناسم دي چي ګنې تر دېرشو ډیر ملکیان وژل سوي دي.
هغه دغه راز وویل چي سیمي ته د ولایت مقام له لوري پلاوی د څېړنو په موخه استول سوی دی.
دا په داسي حال کي ده، د ځینو راپورونو له مخي په یاد هوایي برید کي د ښځو او ماشومانو په ګډون تر دېرشو ډیر ملکي وګړي وژل سوي او ځينې نور ټپیان دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون