د کونړ امنيتي مسؤلين وايي، تېره شپه وسله والو مخالفينو د مرکز اسعداباد اړوند په يوه امنيتي پوسته بريد کړی، چي پکي شاوخوا لسو بريد کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت رسنيو ته وويل، وسله والو مخالفينو تېره شپه د مرکز اسعداباد اړوند د شګۍ پر امنيتي پوسته حمله کړې ده، چي پکي اته وسله وال وژل شوي او يو شمېر ټپيان دي. ښاغلی همت وايي، تر دې مهاله افغان ځواکونو ته کوم تلفات نه دي رسېدلي او په سيمه کي يې د پلټني عمليات پيل کړي دي.