کورنيو چارو وزارت: فراه او روزګان کي ۱۶ وسله وال طالبان وژل سوي دي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، په فراه او روزګان ولايتونو کي ١٦ تنه وسله وال طالبان د هغوى د يوه قوماندان په ګډون وژل سوي دي.

دغه وزارت په يوه اعلاميه کي ويلي، وسله وال طالبان وروسته له هغي د پوليسو له جدي عکس العمل سره مخامخ سول، چي د فراه د پشت رود ولسوالۍ په شيران سيمه کي يې د پوليسو پر پوسته حمله وکړه. د کورنيو چارو وزارت وايي، د پوليسو په ډزو درې وسله وال طالبان چي يو يې د ملا ظاهر په نوم د دوى قوماندان و، ووژل سول او ٤ نور طالبان ټپيان سول.

په اعلاميه کي ويل شوي، تېره دوشنبه مازديګر د روزګان ولايت د چورې ولسوالۍ په قلعچه سيمه کي د افغان هوايي ځواک په حمله کي ١٣ تنه وسله وال طالبان وژل سوي دي. وسله والو طالبانو په فراه او روزګان ولايتونو کي خپلو غړو ته د اوښتي مرګ ژوبلي په اړه تبصره نه ده کړې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...