((که طالبان افغانان وي باید خپل واک ګاونډیو هیوادونو ته ورنه کړي))

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چي دا طالبان دي له هغو هېوادونو سره اړیکي پرې کړي چي په افغانستان کي سوله نه غواړي.
ده ترورېستان د لستوڼي له مار سره تشبه کړل او ويې ویل، چي که پاکستان د تروریستانو ساتلو ته د پای ټکی کښې نږدي دغه هېواد ته به ښه پیغام ونه لري.
ښاغلي غني چي د سولي اړوند د ځوانانو، مدني ټولنو او ښځو مشورتي غونډي ته یې خبري کولي له طالبانو وغوښتل چي د سولي لار غوره کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هغه څوک چي افغانستان ته د وحشت خپرولو لپاره راځي وبه وژل سي.
له دي سره چي د سولي خبري د څو کالونو راهیسي په ټپه ولاړي دي د افغانستان د سولي د عالي شورا رئیس له دي یوه ورځ مخکي خوشبیني څرګنده کړه چي د دولت د وسله والو مخالفینو سره غیر رسمي خبري رواني دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...