کندهار ښاروال: په راتلونکو څو اوونيو کي د ښار نړيواله ورځ لمانځو

خبريال: سيد داود (قادري)

په راتلونکو څو اوونيو کي به د کندهار ښاروالۍ له لوري د ښار نړيواله ورځ ولمانځل سي.

د کندهار د ښاروالۍ مسوولين وايي، ددغي ورځي لپاره يې وړ تدابير نيولي دي، ترڅو د امن په فضا کي ياده ورځ ولمانځي.

د کندهار ښاروال روښان ولسمل وايي، د ښار د ودي لپاره يې کارونه دوام لري او پلان لري، چي په راتلونکي کي ډېري نوري پروژې هم پيل کړي.

ولسمل زياتوي چي، ۵۰ ميليونه افغانۍ د ماليې وزارت له لوري د کندهار ملي پارک ته ورکړل سوي دي، چي ډېر ژر به ددغه پارک چاري په پيل کړي. دی وايي، د CIP پروګرام به د ۱۷ ميليونه افغانيو په ارزښت د کندهار د ښاروالۍ له لوري پيل سي، چي اساسي موخه يې د خلکو غربت او کمزوری اقتصاد له منځه وړل دي.

بل خوا بيا د کندهار د ولايتي شورا غړو او نورو دولتي ادارو پر هماهنګۍ ټينګار وکړ، او زياته يې کړه، چي دولتي ادارې بايد ملت ته کار وکړي او د هغوی ستونزو ته رسيده ګي وکړي. دوی وويل، ښاروالي اوس مهال ډېري ښې پروژې ترلاس لاندي لري او د خلکو په همږغۍ کولای سي، په ښار کي لا ډېر خدمات وړاندي کړي.

د يادولو وړ ده، چي د ښار نړيواله ورځ د ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر ۳۱ مه نېټه د ګڼو مراسمو په ترڅ کي لمانځل کيږي او په دې ورځ د ښار د لاښه جوړوني او ښاري خدماتو پر پراختيا خبري کيږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...