راپور: جاوید احمد سمسور
کندهار ښاروال د يوشمېر رسنيو له استازو او خبريالانو سره د خبرو پرمهال وویل، چي د امريکا له اوهايو ايالت سره د کندهار ښاروالۍ وصل کېدل د کندهار لپاره لویه لاسته راوړنه ده او له دي لاري به کندهار ډیري مرستي ترلاسه کړي.
د خبریالانو سره په دغه لیدنه کي د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال هم ګډون کړی وو، هغه وویل رسنۍ په ټولنه کي د عامه پوهاوي او ذهنونو د جوړولو لپاره مثبت رول لوبولای سي او په دې برخه کي باید خپل ملي رسالت تر سره کړي.
کندهار ښاروال د دوشنبې په ورځ د يوشمېر رسنيو له استازو او خبريالانو سره د خبرو پرمهال وویل، د کندهار ښاروالۍ ځیني مهم پلانونه او پرمختګونه له خبريالانو سره شريک کړل.
کندهار ښاروال روښان ولسمل وویل، چي د کندهار ښار د سړکانو، اساسي جادو جوړولو، سرسبزۍ، معیاري ښاري پراختیا او نورو برخو کي پلانونه تر لاس لاندي لري چي ډیر یې په بریالیتوب سره پر مخ روان دي.
ښاغلي ولسمل وویل، چي د بهرنيو اړيکو په برخه کي يې د ښاري خونديتوب د يوه تړون له مخي کندهار ښاروالي د امريکا له اوهايو ايالت سره وصل کړې ده چي دا د کندهار لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.
هغه وايي، د دې مهم تړون له مخي به د امريکا حکومت د کندهار ښاروالۍ سره په بيلابيلو اقتصادي، تعليمي، روغتيايي او ځينو نورو برخو کي مرسته کوي.
کندهار ښاروال په تبلیغاتي برخه کي د رسنیو له ونډې څخه مننه وکړل او زیاته یې کړه، چي د پراختيايي او رغنيزو پروژو په ښه عملي کېدو کي رسنۍ باید له ښاروالۍ سره خپلي همکارۍ جاري وساتي.
د کندهار ښاروالۍ او خبريالانو ترمنځ په دغه ناسته کي د ولسمشر د وياند مرستيال دواخان مينه پال هم په ټولنه کي د رسنيو رول مهم وبلی او زیاته یې کړه چي د عامه پوهاوي او ملي ګټو د ساتني لپاره بايد ټولي رسنۍ کار وکړي.