راپور: محمد یار مجروح
مسٔوولین وايي، په دي پروسه کي پر اوسني نصاب کتنه کیږي او هغه ستونزي به پکښي له منځه ولاړي سي چي استادان او محصلین ورسره لاس او ګریوان دي.
دغه کتنه د اسیا بنسټ په مالي لګښت پر مخ وړل کیږي چي له مخي به يې دافغانستان په ټولو پوهنتونو کی تطبیق سي.
کندهار پوهنتون د نصاب د بیا کتني دا پروسه په لمړي ځل د دوو پوهنځیو شرعیاتو، حقوقو او سیاسی علومو پوهنځیو څخه راپيل کړه.
مسٔوولین وايي، په دي کتنه کي استادان، محصلینو او اړوند ارګانونه ګډون لري او درې ورځي به دوام وکړي.
د کندهار پوهنتون علمي مرستیال انجنیر شیرشاه رشا د بیا کتني او معیاری کولو پروسه بریالۍ بولي او زیاتوي چي دا د تدریس د کیفیت لپاره اساسي کار دی.
پر همدې مهال د شرعیاتو پوهنځی رئیس پوهنیار ضیاالرحمن مشق عالمزی وايي، په یاد پروګرام کي به له اړوند ارګانونو څخه مشوره اخلي او د وخت سره به په نصاب کي سموالی راولي.
دی وايي، له دې سره به په اوسني نصاب کي شته ستونزي حل سي او پر معیار به برابر سي.
بلخوا د نظر خاوندان او د پوهنتون محصلین هم وايي، چي په اوسني نصاب کي ستونزي سته چي باید حل سي.
دوی وايي، له ډیرو داسي ستونزو سره مخ سوي چي تر اوسه نه دي حل سوي.
د نصاب د بیا کتني او معیاري کولو پروسه د اسیا بنسټ په مالي لګښت پر مخ وړل کیږي چي د افغانستان تر ټولو پوهنتونو پوري به ورسیږي او اوسنی نصاب به په مکمل شکل معیاري کړي.