په کندهار کي د نشه يي توکو پرضد د مبارزې پوليس وايي، چي په يوه اوونۍ کي يې ۷ تنه هند ته د نشه يي توکو د قاچاق پر مهال نيولي دي.
يادو کسانو تر څلور کيلو پوري نشه يي توکو د کفسولو په ډول په خپلو ګېډو کي ځای پرځای کړي وو، چي په هوايي ډګر کي نيول سوي دي. د نشه يي توکو پرضد د مبارزې د پوليسو مشر سمونيار محسن الله وايي، چي د نشه يي توکو لوی قاچاق کوونکي هڅه کوي، چي له بېلابېلو لارو څخه د نشه يي توکو د انتقال لپاره کار واخلي، خو دوی يې مخه نيولې ده.
د کندهار د نشه يي توکو پرضد د مبارزې د پوليسو مشر سمونيار محسن الله په دې اړه وايي، چي ياد نشه يي توکي تازه له هلمند څخه کندهار ته راوړل سوي وه، چي دوی له ۲ تنو سره يوځای ونيول.