کندهار: په میوند ولسوالۍ کي د سولي تر نامه لاندي دوه میاشتنۍ د کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

 

راپور: نقیب صدیقي

په دغه ټورنمنټ کي ۱۲ لوبډلو ګډون کړی و، چي هره ورځ يې سلګونه سیلانیان نندارې ته ورتلل.

د میوند ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په دغه ولسوالۍ کي د ځوانانو لېوالتیا له لوبو سره زیاته سوې او د دغه ډول لوبو په ترسره کولو سره د ځوانانو تر منځ یووالی هم ټینګ سوی.

میوند، هغه ولسوالي چي اکثره وخت به ترې د جګړې خبرونه تر لاسه کېدل، خو اوس په یاده ولسوالۍ کي د کرکټ او نورو لوبو ټورنمنټونه ترسره کوي چي زیات شمېر ځوانان یې لوبو ته تشویق کړي.

د شنبې په ورځ په دغه ولسوالي کي د کریکټ پيل سوي ټورنمنټ چي سلګونه سیلانیان ورته راتلل پای ته ورسېد.

د دغه ټورنمنټ مسٔوول خلیل احمد اثر وايي، دغه ټورنمنټ چي د سولي تر نامه لاندي پیل سوی وو لسګونو لوبغاړو ګډون پکښي کړی و.

لوبغاړي هم خوښ دي چي په خپله ولسوالۍ کي د سولي په فضا کي لوبي تر سره کوي او تمه لري چي دایمي سوله راسي تر څو دوی له ویري او ډار پرته خپلو لوبو او زده کړو ته دوام ورکړي.

د میوند ولسوالۍ د سپورټ امر محمد شریف زهیر بیا وايي، چې په دغه ولسوالۍ کي لوبي ورځ تر بلي پرمختګ کوي او د یادي ولسوالۍ ځوانان له سپورټ سره زیاته علاقه لري، چي په دې سره تر ډېره له نشه يي توکو او نورو ناوړه کارونو څخه راګرځول سوي دي.

د سپورټ تر څنګ په دغه ولسوالۍ کي په ادبي برخه کي هم ځوانانو پرمختګ کړی او اکثره وخت د سولي، یووالي، زده کړي او نورو موضوعاتو په اړه غونډي جوړوي.

د میوند ملاي ادبي ټولني مشر محمد نسیم میوندوال وايي، چي په دا ډول غونډو سره یې تر ډېره ځوانان له نشه يي توکو، غلا او نور ناوړه کارونو څخه راګرځولي.

د میوند ولسوالۍ امنیت هم اوس نسبي ښه سوی.

د دغه ولسوالۍ د بازار د پولیسو قوماندان لومړی ساتنمن خلیل احمد وايي، په دغه ولسوالۍ کي د دغه ډول سپورټي او نورو پروګرامونو ترسره کول د دې ښکارندويي کوي چي د دغه ولسوالۍ خلک سوله غواړي او دلته امنیت هم ښه سوی.

میوند ولسوالي د کندهار ښار په ۷۰ کیلومترۍ کي د کندهار – هرات پر لویه لار پرته ده چياکثره اوسېدونکي یې په کرنه بوخت دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...