خبريال: سيد حميد هاشمي
د کندهار ولايتي شورا رئيس وايي، امنيتي ادارې بېګناه کسان د پيسو د ترلاسه کولو لپاره نيسي او محبس ته يې اچوي. د ولايتي شورا رئيس وايي، که امنيتي مسوولين ددغه کار مخه ونه نيسي، نو دوی به يې پر ضد راپورته سي او لاريون به وکړي.
تېره يکشنبه د کندهار ولايتي شورا ته يو شمېر خلک د امنيتي ادارو د غير قانوني کړنو څخه د شکايت لپاره ورغلي وه. د ولايتي شورا رئيس سيد جان خاکريزوال پر امنيتي ادارو سختي نيوکي کوي او وايي، چي دوی بېګناه کسان د پيسو د ترلاسه کولو لپاره نيسي او محبس ته يې اچوي.
د هغه په خبره هر ورځ ورته لسګونه کسان د امنيتي ادارو څخه شکايت کوي او دوی به نور پرې نږدي، چي د بېګناه خلکو پر کورنو چاپې ووهي او يا يې بندي خانې ته واچوي. خو د کندهار امينتي مسوولين دغه تورونه ردوي او وايي، که دوی ته ددغه ادعاوو ثبوت ورکول سي، نو دوی به يې مخه ونيسي.
دغه راز ولايتي شورا ته يو شمېر محصلين هم ورغلي وه او شکايت يې کاوه، چي په خصوصي پوهنتونو کي تدريسي بهير پر معيار برابر نه دی. د ولايتي شورا رئيس وايي، چي په کندهار کي به هغه خصوصي پوهنوتونو وتړي، چي د زده کوونکو سرنوشت خرابوي او د پوهنتون په نامه تجارت کوي. هغه وايي، په کندهار کي بايد يو پرمختللی او معياري خصوصي پوهنتون جوړ سي.
دا لومړی ځل نه دی، چي د خصوصي پوهنتونونو د ناسم فعاليت له امله شکايت کيږي، بلکي تر دې څو ورخي مخکي کندهار والي هم پر خصوصي پوهنتونونو نيوکي کړي وې او ويلي يې وه، چي که ياد پوهنتونونه خپل فعاليت معياري نه کړي، نو وبه يې تړي.