کندهار: ميوند کي د افغان ځواکونو په عملياتو کي ۱۹ وسله وال وژل سوي دي

خبريال: سيد حميد هاشمي

د کندهار په ميوند ولسوالي کي ډېری وسله وال له منځه تللي دي او د افغان ځواکونو عمليات لاهم دوام لري.

د دريمي پلې لېوا قوماندان وايي، چي په دغه سيمه کي اکثره وخت وسله وال له ملکي خلکو د سپر په توګه کار اخلي، ځکه دوی عمليات ورو مخ ته وړي، ترڅو ملکي وګړو ته زيان ونه رسيږي. هغه وايي، که څه هم خلک له افغان امنيتي ځواکونو سره همکاري کوي، خو طالبان اکثره وخت هغوی ته ستونزي جوړوي.

د کندهار په ميوند ولسوالي کي له تېرو څو اوونيو راهيسي د افغان ګډو ځواکونو له خوا عمليات دوام لري. په کندهار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو د دريمي پلي لوا قوماندان بريد جنرال امين جان جلالزی وايي، په دغه ولسوالي کي د ملنګ کارېز، اختري کلي، بند تيمور، عثمان خېل، بيابانک او چشمو ساحو کي د افغان ګډو ځواکونو عمليات دوام لري. نوموړی وايي، په دغه عملياتو کي تر اوسه ۱۹ تنه وسله وال وژل سوي او دوه تنه ټپيان سوي دي او دغه راز د وسله والو دوه موټر هم له منځه وړل سوي دي.

جلالزی وايي، له دغه عملياتو څخه موخه داده، چي له ګاونډي ولايت هلمند يا نورو سيمو څخه د راتلونکو وسله والو مخه ونيول سي. د دريمي لوا قوماندان وايي، تر ډېره سيمي له وسله والو طالبانو څخه پاکي سوي او ډېری وسله وال له سيمي څخه تښتېدلي دي. ښاغلی جلالزي وايي، وسله وال اوس له يوه تاکتيکه کار اخلي، چي په هغه سره ملکي خلکو ته زيان رسيږي. دوی خلک د سپر په توګه کاروي، چي د دوی عمليات هم له ځنډ سره مخ کيږي.

دی وايي، کله چي دوی عمليات کوي، په ځينو ساحو کي وسله وال وسلې پټي کړي او ځان ملکي وګړي معرفي کوي، خو افغان ځواکونه نه غواړي، چي ملکي خلکو ته زيان ورسيږي. دي زياتوي، چي وسله وال د جګړې هيڅ قوانين په نظر کي نه نيسي او کله چي د ماتي سره مخ کيږي، که ملکي خلکو ته هر څومره زيان اوړي، دوی پام نه ورته کوي.

د دريمي پلي لوا قوماندان وايي، چي خلک ورسره همکاره دي، ځکه هغوی نه غواړي، چي ښوونځي، پلونه او نور تاسيسات يې وران سي، خو په ځينو برخو کي د وسله والو له وېري پوره همکاري نه سي کولاي. ده وويل، وسله وال له پاکستان څخه دستور اخلي او دلته چي وس يې کيږي، هغومره خلکو ته مالي او ځاني زيان اړوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...