د کندهار د عامي روغتيا رياست مسوولين وايي، يوازي په تېرو دريو مياشتو کي يې له ښار څخه ۱۷ ټنه بې کيفيته درمل راټول کړي دي.
د دوی په وينا، د هغو کسانو پر ضد يې هم کمپاين پيل کړی دی، چي په غير مسلکي ډول يې درملتونونه خلاص کړي دي او بې کيفيته درمل خرڅوي. خو د يو شمېر درملتونونو مسوولين بيا د بې کيفيته درملو د راواردولو له امله تجاران ملامت ګڼي او له اړوند مسوولينو غواړي، چي مخه يې ونيسي.