خبريال: محمديار مجروح
سېلاب خيريه بنسټ په کندهار کي د روغتيا له رياست سره د لسګونو کارتنونو درملو مرسته وکړه.
د ياد خيريه بنسټ مسؤلين وايي، چي روغتيا رياست به مرسته سوي درمل تر بيوزلو ور ورسوي. د سيلاب خيريه بنست مسؤلين وايي دا ځل يې ضروروي وګڼل چي د بيوزلو او غريبو کسانو د ښه روغتيا لپاره د درملو مرسته ورسره وکړي.
د سيلاب خيريه بنسټ مسؤل او د کندهار ولايتي شورا غړي سيد احمد سېلاب وايي، ياد ۴۹ کارټنه درمل د بېوزلو او يتيمانو لپاره دي، چي د عامي روغتيا رياست په همکارۍ به ټولو مستحقو ناروغانو ته ورسيږي.
د هغه په خبره روانه بېکاري، ناسم اقتصاد او بېوزلي هغه پدېدې دي، چي په هيواد کي يې زيات شمېر ستونزي رامنځ ته کړي دي. سېلاب پر ټولو ملي سوداګرو ږغ وکړ، چي د ټولني د ستونزو د حل لپاره دي سره يو سي او د بيوزلو لاس نيوی دي وکړي.
بل خوا د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکتر محمد عظيم زمريال د سېلاب خيريه بنسټ څخه مننه وکړه او ياد اقدام يې د ناروغيو په لمنځه وړلو کي يو ښه اقدام وباله.
نوموړي زياته کړه، مرسته سوي درمل به تر هغو کسانو پوري په ښه ډول ورسوي، چي په بازار کي د درملو د رانيولو لپاره پيسې نه لري. زمريال د ناروغيو په لمنځه وړولو کي د ټولو ادارو او عامه خلکو همکاري مهمه وبلل.
په جنوب لويديځه حوزه بيا خاص د کندهار په لېري پرتو سيمو کي اوس هم د ولسواليو اوسېدونکي په کلنېکونو کي د درملو د نه شتون شکايت کوي، خو د عامي روغتيا رياست مسوولين وايي، تر ډېره يې دا ستونزه حل کړې ده، دوی وايي، که په دې هکله کوم کس په خپل کار کي غفلت وکړي، قانوني چلند به ورسره وکړي.