خبريال: سيد حميد (هاشمي)
کندهار ښاروال وايي، دغه پارک د ۹۳ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د شپږو مياشتو په جريان جوړيږي، چي د خلکو لپاره به د تفريح زمينه برابره کړي.
پر همدې مهال کندهار والي وايي، ډير ژر به يو شمير نوري پروژې هم د ښار د پراخوالي او بيارغوني لپاره پيل کړي. د کندهار ښار په څلورمه ناحيه کي د ښاروالۍ لخوا د تيمور شاهي په نوم د يوه تفريحي پارک د جوړېدو چاري پيل سوې.
د کندهار والي تورنجنرال زلمی ويسا وايي، چي ددغه پارک جوړيدل د ښاروالۍ د زرغون ښار تر نامه لاندي پروژو کي شامل دی، چي ددغه سيمي د اوسيدونکو لپاره به د تفريح زمينه برابره کړي. هغه وويل ولايتي اداره په پلان کي لري، چي د ښار د پراخوالي او بيارغوني لپاره يو شمير نوري پروژې هم پيل کړي.
د کندهار ښارول انجنير روښان ولسمل وايي، چي دغه پارک به د ۹۳ زره امريکايي ډالرو په لګښت په راتلونکو شپږو مياشتو کي جوړ سي. ولسمل دغه راز وايي، چي د کندهار د يو شمير پروژو تر څنګ د زاړه قول اردو په سيمه کي د ملي پارک پر جوړولو هم خبري رواني دي او ژر به يې کار پيل کړي.
کندهار ښاروالۍ سږ کال تر ۵۰ ميليونه افغانۍ زيات عوايد راټول کړي دي، چي په تيرو پنځلسو کلنو کي په دومره لوړه اندازه عوايد نه وو راټول سوي. د ښاروالۍ لوړ عوايد او نور د بيارغوني کارونه ددې لامل سوي، چي کندهار ښاروالي د هيواد په کچه دوهم مقام خپل کړي.