خبريال: سيد حميد هاشمي
ديني علماء وايي، د عاشورا ورځ د اسلامي اړخه د خورا زيات اهميت درلودونکې ده، چي بايد د نړۍ د ټولو مسلمانانو له خوا د قرانکريم په ختمونو، خيراتونو او د داسي نورو نېکو اسلامي کارونو په کولو سره ولمانځل سي.
په نړۍ کي ټول مسلمانان ځينو اسلامي ورځو ته په زيات قدر کولو باندي قايل دي او هغه ورځي په رنګارنګ اسلامي مراسمو باندي لمانځي، چي د هغي جملې څخه يوه هم د عاشورا ورځ ده، چي په افغانستان کي د مسلمانانو لخوا په خيراتونو، د قرانکريم په ختمونو، ويني ورکولو او داسي نورو مستحبو او نېکو کارونو په کولو سره لمانځل کيږي. ديني علما د داسي ورځو لمانځل د اسلامي اړخه د زيات اهميت درلودونکي بولي او وايي، چي داسي ورځو ته په اسلام کي خاص ځای هم ورکول سوی دی.
د عاشورا ورځ په خاص ډول د شيعه مسلمانانو له خوا څخه په ځانګړو مراسمو لکه ځيګر وهلو، د خلکو لخوا په زياته اندازه په مجموعي ډول د ويني اهدا کولو او خيرات ورکولو سره لمانځل کيږي.
په کندهار کي د اهل تشيع مذهب پيروان وايي، چي د امام حسن او امام حسين (رض) د يادوني او د هغوی ارواحو ته د ثواب رسېدلو په نيت ياد خيراتونه کوي او دا ورځ لمانځي.
د اسلامي عالمانو په آند د عاشورا ورځ د آدم (ع) جنت ته د داخلېدو، د فرعون د غرقيدو، د اسماعيل (ع) د قربانۍ د قبلېدو، د امام حسين (رض) شهادت او داسي نورو مهمو پيښو ترسره کېدو د خورا اهميت څښتنه کړې ده، چي په دې ورځ روژه نيول سنت طريقه ده او داسي نور نېک کارونه کول له عادي ورځو څخه څو برابره زيات ثواب لري.