کندهار اتفاق لوبډلي د هلمند یارانه څخه سیمي فاینل لوبه وګټل


 په کندهار کي یوه هفته دمخه د داخلي سیالیو ترڅنګ ولایتي سیالۍ هم پيل سوې، چي د کندهار څخه څلورو لوبډلو او د هلمند و چمن څخه دوو- دوو لوبډلو ګډون پکښي کړی وو.
د کندهار د فوټبال فدارسیون ویاند عبدالرحمن منیب  وايي، چي د دې سیالیو سیمي فاینلونو ته د هلمند څخه دوو لوبډلو او د کندهار څخه شیرزي و اتفاق اې لوبډلو لاره پيداکړه.
د دې لوبو اول سیمي فاینل ته د کندهار اتفاق لوبډلي او د هلمند یارانه سره راوتلي وه، چي اتفاق ۳ پر ۱ د هلمند یارانه څخه لوبه وګټل او فاینل ته و وتل، چي هلته به د شېرزي یا هلمند منتخبو ځوانانو د لوبډلي سره لوبیږي، ځکه نن ماخستن دوهمه سیمي فاینل لوبه د کندهار شېرزي او هلمند منتخبو ځوانانو تر مینځ ده او ګټونکی یې فاینل ته د اتفاق سره وزي.
د یادوني وړ ده، چي د دې ټورنمینټ فاینل را روانه پنجشنبه دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...