راپور: بشیر احمد فیضان
یو شمیر میرمني وايي، لاسي صنایع يې بازار نه لري او حکومت يې باید غم وخوري.
دوی وايي، په میاشتو میاشتو خوارۍ باسي خو غاړي يې مارکیټ نه لري.
لاسي صنعت (خامکي) غاړي د کندهار لرغونی او پخوانی دود یادیږي.
دا صنعت تاریخي قدامت لري او د هنري ګوتو او سترګو په زور رغول کیږي.
افغانستان له صنعتي پلوه غني هیواد دي او په لاسي برخه کي يې صنعتي توکي نړیوال مارکیټ لري.
خو ددې ستر صنعت او خواریو ګټه له میرمنو ها خوا نورو ته په لاس ورځي.
که څه هم کندهارۍ میرمني د لاسي غاړو په جوړولو میاشتي میاشتي خوارۍ باسي خو ددغه زحمتونو ثمره یوازي څو زره افغانۍ وي په داسی حال کي چي په مارکیټ کي همدا غاړي په لوړ قیمت پلورل کیږي.
یو شمیر میرمني وايي، له یوې خوا يې لاسي صنایعو ته بازار موندنه نه کیږي له بلي خوا يې توکي په کم قیمت په مارکیټ کي خرڅيږي.
دوی وايي، حکومت په ځانګړي ډول د لاسي صنایعو مسؤلین يې باید صنایعو ته بازار موندنه وکړي.
په مارکیټ کي د لاسي غاړو یوشمیر پلورونکي وايي، په لسګونه میرمني يې په همدي برخه کي پر کار اچولي او هغوی ته يې د کار زمینه برابره کړې.
دوی وايي، د کندهارۍ غاړو مارکیټ ګرم او ډيری غاړي اوس له کور دباندي بهرنیو هیوادونو ته صادریږي.
پر کورنیو صنعتي تولیداتو پانګونه د خلکو اقتصاد تقویه کوي خو په هیواد کي روان بحرانونه سوداګر له سیمي تیښتي ته مجبوره کړي.
یوشمیر سوداګر وايي، که په افغانستان کي پانګوني ته پوره زمینه برابره سي د خلکو اقتصاد ته به وده وکړي او په لاسي برخه کي به د ښځو صنایع نړیوال بازار ولري.