د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد وايي، چي دغه چاودني د کابل ښار د دوهمي امنيتي حوزې په مربوطاتو کي سپين زر هوټل ته نږدې پر يوې امنيتي پوستې د درېيو لاسي بمونو د غورځولو له امله رامنځ ته سوي دي.
هغه زياته کړه، چي د دغو چاودنو په پايله کي يو ملکي کس وژل سوی او دوه تنه نور د پوليسو منسوبين ټپيان سوي دي. تراوسه ددغي پېښي مسؤليت چا په غاړه نهدی اخيستی. په وروستيو کي په پلازمينه کابل کي بريدونه کم سوي وه، خو تېره ورځ يو ځل بيا وسله والو د ښار په منځّ کي د خلکو په زړونو کي وېره خپره کړل.