افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، طبي شورا بايد د ډاکترانو په تثبيت کي هڅي وکړي او دغه راز د روغتيايي با کيفته خدماتو په اړه ټينګار وکړي.
ولسمشر اشرف غني د ملي دفاع وزارت، ملي امنيت او سردار محمد داوودخان روغتونونه (نمونه يي) روغتونونه ياد کړل او زياته يې کړه، چي مخکي د پوليسو په روغتون کار نه وو سوی او ددې روغتون هيڅ مسلکي کدر هم ترفيع نه وه کړې.
پر همدې مهال د عامي روغتيا وزير ډاکتر فېروزالدين فېروز وويل، د افغانستان په ځينو ولايتونو کي د ډاکترانو نه شتون اندېښنې راپورته کړي او زيات شمېر کسان د روغتيايي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.