د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کي یوې بمي چاودني شپږ ملکیان وژلي او نهه تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د هررات ولایتي چارواکي وايي، چي دا پېښه د دوشنبې د ورځې په ماښام د ګڼې ګوڼي په یو بازار کي سوې ده.
نا معلومو کسانو چاودیدونکي مواد په یو موټر سایکل کي ځای پرځای کړي او د ریموټ کنټرول په وسیله یې چاودنه ورکړې ده.
تېر ماښام دې چاودني د شینډنډ په بازار کي څو دوکانونه هم ویجاړ کړي دي.
تراوسه پورې د دې چاودني مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخېستی.