لیکوال: ابوبکر همت
مخکې له دې چې په څیړنه شروع وکړو داسې راته بریښي لکه د یو جګ غره سر ته ختل له دې سببه نه شو کولای چې په څیړنه شروع وکړو. د دې په ځای چې د غره سر ته د ختلو چورتونو کې ډوب شی هڅه وکړی لومړي قدمونه مو واخلی او د څیړنې عنوان او عمومي قالب مو رسم کړی.
په عمومي ډول یوه څیړنه له لاندې برخو څخه را منځ ته کیږي:۱- د څیړنې لنډیز(Abstract) ۲- د څیړنې پیژندنه(Introduction) ۳- مواد او متودونه (Materials and Methods)۴- لاس ته راغلي پایلې او بحث (Results and discussion)5-عمومې پایلې(Conclusions) ۶- لړ لست(References). د څیړنې لپاره د مناسب عنوان ټاکل اړین دی. د Introduction برخه کې هڅه وشي له نویو څیړنو یادونه وشي او موجوده خالیګا په نښه او د نوموړي څیړنې هدف باید په ګوته شي. د Materials and Methods برخه کې د ډاټا تحلیل تر سره کیږي، په دې برخه کې باید له منل شوو متودونو څخه ګټه واخستل شي.
د معلوماتو را ټولول څیړنه نه ده، دا مهمه نه ده چې موضوع څومره پیچلي او په زړه پوري ده. څیړنه د داسې یوي کړنې یا یوي ستونزې لپاره د حل لاري پیداکول دي چې تر اوسه بل چا نه وي تر سره کړی. ډیری کسان د څیړنې له ترسره کولو ویره لري دا په ځان د نه باور لرلو څخه سرچینه اخلي، د نوموړي ستونزې د حل لپاره د نورو څیړونکو د څیړنو کتنه تر یوه حده مرسته کولی شي، د نورو څیړنو په کتلو سره دې نتیجې ته رسیږو چې نور یې کولی شي مونږ یې هم کولی شو، د څیړنې لپاره کلک هوډ، زیار ایستلو او منظمم پلان ته اړتیا لیدل کیږي. یوه څیړنه په معمولي ډول د ۵ څخه تر ۱۰ صفحې په بر کې نیسي په داسې حال کې چې یو کتاب په سل هاوو صفحې په بر کې نیسي. څیړنې په عمومي ډول سره په پیل کې یو لنډیز(Abstract) او او په پای کې یو د منابعو لړ(Reference list) لري. د څیړنو لپاره د امکان تر حده هڅه باید وشي چې له اعتباري منابعو(Journal, Conference Papers) څخه ګټه تر لاسه شي. انترنت(Web) تر ډیره حده د غیر باوري معلوماتو سرچینه ده. هڅه باید وشي چې د انترنتي منابعو له استعمال څخه څیړنه کې کار وانخستل شي. د منابعو د لړ (Reference list) لپاره په عمومي ډول له دوه ډوله ستندردونو څخه ګټه اخستل کیږي: ۱- Harvard Standard :په نوموړي ستندرد کې د منابعو لړۍ د لیکونکې د کورنې نوم او لومړني نوم د حروفو په اساس استعمالیږي.۲- : British په نوموړي ستندرد کې د منابعو لړۍ د نمبرو په اساس لیکل کیږي. په اکاډمیکه نړۍ کې د هاروارډ ستندرد سره ډیر مخ کیږو.د هاروارډ ستندرد د منابعو لړۍ په دې ډول لیکل کیږي: د لیکونکو نومونه، د څیړنې کال،د څیړنې عنوان،د Journal نوم، د چاپ نمره، د صفحو نمره. هر Journal خاص فارمټ او ځیني سپارښتنې لري چې مخکې د څیړنې له خپریدلو باید په نظر کې ونیول شي. د څیړنو د تر سره کولو لپاره یوې تیورۍ ته اړتیا ده د نوموړي تیورۍ د ثبوت لپاره ځینو تجربو او ستاتیستیکي تحلیل (Statistical Analysis) ته اړتیا لیدل کیږي. د تیورۍ د اثبات لپاره د تجربو پایلو ته په کتلو سره نهایي تصمیم نیول کیږي. د څیړنو څخه هدف ستونزو ته د حل لارې پیداکول دي، د څیړنې د تر سره کولو لپاره باید اول قدم کې ستونزه په ګوته شي د ستونزې د حل لپاره تیوري را منځ ته شي د تیوري د ثبوت لپاره باید منل شوي علمي متودونو څخه ګټه واخستل شي. د څیړنې باید له مقالي سره توپیر وشي څیړنه په علمي ډګر کې نوښت دی مقاله په علمي ډګر کې د موجوده معلوماتو لنډیز دی. څیړنه د انسان د پوهې د حدونو څخه تیری کول دي. څیړنه د هوښیارو او داوطلبانه کسانو په وسیله تر سره کیږي کوم چې غواړي په دې تغیر لرونکي دنیا باندې یو مثبت تاثیر ولري. د څیړني لپاره د موضوع، عنوان او د موضوع مربوط مناسبو څیړنو انتخاب اړین ګڼل کیږي. د څیړنو د لاسته راوړلو لپاره په عمومي ډول له IEEE Xplore او Google Scholar څخه ګټه اخستلی شو. په معمول سره د نړۍ په سطحه دGoogle Scholar استعمال ډیر دی. د Google Scholarپه وسیله کولی شو په پریمانه اندازه څیړنو ته لاس رسۍ پیداکړو. مخکې له دې چې څیړنه تر سره کړو باید د امکان تر حده هڅه وکړو چې په نوموړي برخه کې د نورو څیړونکو په وسیله تر سره شوي څیړنې تر نظر تیري کړو تر څو وتوانیږو موجوده خالیګا او نا حل شوي ستونزي پیداکړو. د څیړنې لپاره د مناسب ساینسي متود (Scientific Method) انتخاب اړین ګڼل کیږي. د څیړنې پایلي باید د ستاتستیکي تخنیکونو(Statistical Techniques) په اساس کنټرول شي تر څو وکولای شو د غلطۍ مخه ونیولی شو. د امکان تر حده هڅه وشي نتیجې ته د رسیدلو لپاره ساده او آسانه فرضیه(Simple Hypothesis) انتخاب شي. هڅه وشي د فرضیې د را منځ ته کولو لپاره چې کوم ډاټا(Data) استعمال شوي د فرضیې د تصدیق لپاره د هغې له استعمال څخه ډډه وشي. د ځینو څیړنو د کنټرول لپاره د موجوده فرضیې برعکس (Null Hypothesis ) ته اړتیا لیدل کیږي. مخکې له دې چې څیړنه مو خپره کړی د څیړني کنټرول اړین ګڼل کیږي. د علمي غلا (Plagiarism) څخه د مخنیوي لپاره د څیړنو د ذکر (Citation) او لړ لست(References) اړین دی. Plagiarism د کلمو، دیاګرامونو او مفکورو غلا ته ویل کیږي. په پوهنتونونو کې د دې غلا د مخنیوي په خاطر له iThenticate او Turnitin څخه ګټه اخستل کیږي. iThenticateاو Turnitin د Plagiarism د کنترول او له نورو څیړنو سره د نوموړي څیړنې د ورته والي د کچې د معلومولو لپاره استعمالیږي. د ورته والي انډکس (Similarity Index) کچه باید له ۲۵٪څخه کمه وې، د زیاتره علمي ژورنالونو له طرفه د ۵-۱۵٪ د ورته والي انډکس سپارښتنه کیږي. د نورو څیړونکو د دیاګرام اومفکورې د استعمال په صورت کې باید له نوموړي څیړنې یادونه (Citation) وشي. د Citation او References ترمنځ باید د ۱-۱ رابطه شتون ولري. که د څیړنې لپاره له کومې منبع مالي مرسته یا ډاټا تر لاسه شوي وي د څیړنې په پای کې باید له نوموړو منابعو څخه مننه وشي. د Reference او Bibliography تر منځ باید توپیر وشي Reference List د ذکر شوو منابعود لست څخه عبارت دی Bibliography, په عمومې ډول کتابونو کې استعمالیږي، Bibliography عبارت د منابعو د لست څخه ده چې استعمال شوي وي مګر یادونه نه وی تري شوي. د څیړنې کنترول مو په نوموړي برخه کې د زده کړو لرونکو یو ملګري ته ورکړی تر څو له اشتباه څخه لیري پاتي شی. په ساده ډول یوه څیړنه د خښتو دیوال ته ورته ده د خښتو دیوال کې لکه څه رقم چې خښتې منظمي ځای پر ځای کوو څیړنه کې هم باید فرضیې او ثبوتونه پر منظم ډول ځای پر ځای کړل شي. د څیړنې لنډیز باید د څیړنې د پای ته رسیدلو وروسته ولیکل شي، لنډیز کې د نتیجې او استعمال شوي متود څخه باید یادونه وشي. د څیړنې لنډیز د څیړنې د کیفیت څرګندوی دی څیړونکې په عمومي ډول د څیړنو لنډیز لولي د هغې په اساس د خپلو څیړنو لپاره څیړنې انتخابوي. بدبختانه باید ووایم د افغانستان اکاډمیکه کورنۍ کې علمي څیړنې یا بیخې نه تر سره کیږي یا بیخي کمي ترسره کیږي همدا سبب دی چې اکاډمیکه نړۍ کې د افغانستان په هکله ډیرې کمي څیړنې ترسترګو کیږي. د هغې ورځې په هیله چې افغانستان مو اکاډمیکه نړۍ کې لکه ستورۍ وځلیږي.