ځیني سرچینې وايي چي د (ملي مصلحت حکومت) پر جوړېدو بحثونه سوي دي

رسنیو ته باوري سرچينو ويلي چي د افغان سولي په تړاو په ځينو رسمي او غير رسمي ناستو کي د “ملي مصلحت حکومت” پر جوړېدو هم بحثونه سوي دي.

پژواک اژانس وايي چي د دوی ادارې ته په پنځو پاڼو کي د دغه حکومت د څرنګوالي، غړو او کابينې په اړه هم معلومات رسیدلي.

په دغو اسنادو کي راغلي، د دغه ډول حکومت مشر به پنځه مرستيالان ولري، د دې ترڅنګ به د (له نظام څخه د ساتني او مصلحت ملي شورا) په نوم د هيواد له سياسي شخصيتونو جوړه شورا وړانديز سوې ده.

دغه راز د دې بڼي حکومت له جوړېدو وروسته له طالبانو سره ١٩ کسيزه مرکچي پلاوى هم وړانديز سوى، چي د ټولو سياسي ډلو، مدني فعالانو، ښځو او نورو ته برخه پکښي ورکول سوې ده.

په دې اسنادو کي راغلي چي مصلحتي حکومت به ٣٥ تنه کابينه لري چي اکثره د اوسني حکومت، پخوانيو حکومتونو کسان، د ولسمشرۍ نوماندان او ځيني نور کسان د وزيرانو په توګه پکښي ټاکل سوي دي.

يادي سرچينې زياته کړې چي دغه وړانديز د چين د ځانګړي استازي له خوا پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي امنيت له سلاکار ډاکتر حمد الله محب سره هم شريکه سوې وه.

خو د ملي امنيت شورا وياند کبير حقمل له پژواک سره په خبرو کي دغه خبر رد کړې ده.

بلخوا د ولسمشر وياند صديق صديقي هم له دې ډول وړانديزونو ناخبري ښيي او وايي چي د افغانستان د حکومت جوړښت په اساسي قانون کي راغلى دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...