خبريال: اجمل (وصال)
د روزګان ولايت مدني فعالينو او ځوانانو پر مرکزي حکومت نيوکه وکړه، چي د تيرو ۱۶ کلونو راهيسي يې ددغه ولايت او کندهار ترمنځ د لويي لاري په جوړيدو کي پاته راغلی، چي له امله يې مسافرين د تګ پرمهال ګڼي ستونزي ګالي.
دغو ځوانانو چي له ځان سره يې ګڼ شعارونه هم ليږدول، د څوساعتونو لپاره يې دغه لويه لاره د ترافيکو پرمخ هم وتړل او پر مرکزي حکومت يې ږغ وکړ، چي بايد ژر تر ژره دي دغه لاره جوړه کړي. دوی وايي، نور يې د صبرکاسه ډکه سوې ده او د روزګانيانو پر وړاندي د مرکزي حکومت بې غوري نه سي زغملای.
دغه لسګونه ځوانان د روزګان څخه د کندهار پر لور د ۵۰ کليومتره مزل وروسته د خپلو شعارونه سره راغلي دي، چي د شعارونو له لاري خپل ږغ تر مسوولينو رسوي، د زړه درد يې د شعار په توګه په سپين ټوکر ليکلی دی. دوی داسي ليکلي: ولسمشره نور د روزګانيانو له ستوني پښه ليري کړه، ولي د تيرو ۱۶ کلونو راهيسي د روزګان او کندهار تر منځ لاره نه سوه جوړه او دې ته ورته لسګونه نور همداسي پيغامونه ورسره دي.
ددوی غوښتنه داده، چي بايد ژر تر ژره ددغي لويي لاري د جوړېدو چاري پيل سي او ګواښ کوي، که يې غوښتني ته مثبت ځواب پيدا نه سي، نو په لاريونونو به لاس پوري کړي. د روزګان او کندهار د لويي لاري موټر چلوونکي هم ددغي لويي لاري د خرابوالي څخه شکايت کوي او وايي، تر ساعتونو مزل وروسته کندهار ته مسافر ليږدوي. ددغو موټر چلوونکو او مسافرو هم د دولت څخه غوښتنه داده، چي د لاري د جوړيدو چاري ژر تر ژره پيل کړي.
د روزګان والي هم ددغه ولايت او کندهار ترمنځ د لويي لاري پر سره شته ستونزي مني او په دې اړه انديښمن هم دی، خو وايي، خپله ولايتي ادارې ددغي لويي لاري د ژر تر ژره جوړيدو غوښتنه څو ځلي له مرکزي ادارې څخه کړې ده.
محمد نذير خروټی وايي، د مرکزي ادارې څخه يې غوښتنه دا وه، ترڅو ددغي لويي لاري د جوړيدو پروژه څو شرکتونو ته وسپاري، ترڅو په لنډ وخت کي يې د جوړيدو چاري بشپړي سي، خو وايي، دغه پروژه د ټولګټو او دفاع وزاتونه په ګډه اخيستې او له ستونزو له يې کار نه دی پيل سوی.