د خوست د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیریت د دفتر امره ځلا ځاځۍ له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کي ويلي، چي په جبري توګه له دندي کابل ته بدله سوې ده او تر اوسه د راتلونکي دندي په اړه څه نه دي ورته ویل سوي.
هلته د خوست امنیتي چارواکي وايي، اغلې ځاځۍ یې کابل ته د تګ را تګ پر مهال د ترور له خطره د ژغورلو او د خوست-کابل پر لاره د امنیتي ستونزو له امله د کورنیو چارو وزارت د بشري حقونو د ریاست په غوښتنه کابل ته بدله کړې ده.
د خوست د قومندانۍ ویاند عادل حیدر په دې اړه وايي:
“ځلا ځاځۍ یوازي د لویو لارو د نا امنیو له امله او د دې د ترور د مخنیوي له پاره کابل ته تبدیل سوې ده.”
خو ځلا ځاځۍ بیا وايي، چي امنیتي ستونزي هسي یوه پلمه ده او دا خبره هم نه وه چي له خوست ولایته بدله سوې ده.
نوموړې وايي، تېره اونۍ یې غوښتل چي د خوست امنیه قومندانۍ ته دننه سي خو وايي، دننه د تګ اجازه نه ده ورکړل سوې.
اغلې ځاځۍ وايي:
“که چیري کورنیو چارو وزارت رښتیا زما د امنیت په اړه اندېښنه لري، نو ولي یې تېره اونۍ قومندانۍ ته د تګ اجازه نه راکوله. د قومندانۍ په مېلسمتون کي اوسېدم او تر ماځیګره یې له مېلمستونه د وتلو مکتبوب هم را کړ او له دندې یې برطرفه کړم”.
د دې دمخه د ځلا ځاځۍ له دندي د لېرې کېدو په اړه داسي راپورونه هم خپاره سول، چي ګواکي د دندي له پاره نه حاضرېدل، خو اغلې ځاځۍ دا تور ردوي او وايي، د ځايي چارواکو په مشوره څو ورځې دفتر ته نه وه تللې.
نوموړي په خبرو کي وویل، د بدلېدو اصلي دلیل یې دا دئ، چي په خوست کي ولایتي چارواکو او آن پارلمان کي د خوست ځینو وکیلانو هلته د دې له موجودیت سره ستونزه درلودل.
اغلې ځاځۍ وایي، خوست کي یې د دندي پر مهال ښځي په ډاډه زړه دفتر ته ورتللې او خپلې ستونزې یې ورسره شریکولې او همدا خبره د ځایي دود له مخي ځینو خلکو ته د منلو نه وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون