پکتيا: ډله ييز بريد کي د امنيه قومندان په ګډون ۴۷ کسان وژل سوي دي

د پکتيا په مرکز گردېز ښار کي د امنيې قومندانۍ سره نږدې د پوليسو پر روزنځای د وسله والو طالبانو په پروني ډله ييز بريد کي ددغه ولايت د امنيه قومندان په گډون ٤٧ کسان وژلي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، بريد په دوو موټر بم چاودنو سره پيل او له نژدې څلورو ساعتونو وروسته د يولسو بريدگرو له وژني سره پای ته ورسېد. د پکتيا د روغتيا رياست مرستيال هدايت الله حميدي وايي، په بريد کي ۱۶۱ پوري کسان ټپيان دي. نوموړی وايي، وېره ده، چي د پېښي په ځای کي لا هم مړه او ټپيان وي.

خو ځيني نوري سرچينې وايي، چي د ټپيانو شمېر تر دوه سوو پوري رسيږي. د پکتيا امنيه قومندانۍ ودانۍ په دوه سوه مترۍ کي د پاسپورټونو او تذکرو ادارې هم دي او داسي ويل کيږي، چي په وژل سوو او ټپيانو کي ډېر کسان همدا د پاسپورټ او تذکرو اخيستونکي دي. د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم دغه ولايت ته رسېدلى او حالات يې د نژدې څارلي دي، د ډاکتر عبدالله سره په دې سفر کي د کورنيو چارو وزير او د ملي امنيت عمومي رئيس هم ملګري دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...