پيوستون: سږکال به کندهار کي ۴۷ ښوونځۍ پرانيستل سي

خبريال: محمد يار مجروح

د پوهني رياست لخوا د کندهار په پنځمه ناحيه کي يو ابتدائيه ښوونځي پرانيستل سوه. ولايتي اداره وايي، پوهنه د دوی په لومړيتوب کي قرار لري او د پياوړتيا لپاره يې هلي ځلي کوي.

د پوهني رياست مسوولين وايي، د روان تعليمي کال تر پايه به ۴۷ ښوونځۍ پرانيزي، چي زيات شمېر زده کوونکي به له زده کړو څخه برخمن سي. د تعليمي کال د پيل په ورځ د پوهني رياست مسوولين ويلي وه، چي سږ کال به په کندهار کي ۴۷ نوي ښوونځۍ پرانيزي.

دا په روان کال کي له ۴۷ ښوونځيو څخه شلمه ښوونځي ده، چي په کندهار کي پرانيستل کيږي.

د کندهار د پوهني رئيس عبدالقادر پيوستون وايي، د نوو ښوونځيو په پرانيستلو کي د سيمي خلکو ورسره زياته همکاري کړې ده. دده په خبره، د کندهار يو لک پنځوس زره شاګردانو ته يې قرطاسيه لا له مخکي رسولې ده، خو د کتاب ستونزه يې يوه ملي ستونزه وبلل او زياته يې کړه، چي د ترلاسه کولو لپاره يې هلي ځلي رواني دي.

پر همدې مهال د کندهار ولايت مالي او اداري مرستيال عبدالحنان منيب وايي، معارف د دوی په لومړيتوب کي دی او په دې هڅه کي دی، چي معارف پياوړي کړي. ده د کندهار له ټول ولس څخه وغوښتل، چي خپل کوچنيان ښوونځيو ته واستوي.

د سيمي خلک د پوهني رياست له دغه اقدام څخه خوشحاله دي او وايي، اوس به يې اولادونه له زده کړو برخمن سي. دوي له اړوند مسوولينو غواړي، چي ښوونځۍ ته پاملرنه زياته کړي او وروسته يې نظارت هم وکړي، ترڅو بيا ستونزي پکښي رامنځ ته نه سي.

دا مهال په ټول کندهار کي له ۴۷۰ ښوونځيو څخه ۳۴۵ ښوونځي فعاله دي، چي دوه لکه اويا زره زده کوونکي پکښي په زده کړو بوخت دي. د پوهني رياست، په وينا سږ کال به په کندهار کي ۴۷ نوي ښوونځي پرانيزي او ۴۰ زره زده کوونکي به هم ښوونځيو ته شامل کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...