د کندهار د امنې قومندانۍ مرستیال ویاند عبدالبشير خاکسار وایي، د ميوند په شغلي کلي کي تیره شپه وسله والو پر امنیتي ځواکونو برید وکړ، چي وروسته افغان هوائي ځواکونو پر وسله والو هوائي بريدونه کړي، چي پکښي ۷ وسله وال وژل سوي او پنځه ټپيان سوي دي.
خاکسار وايي، چي همداراز تېره شپه د کندهار د شاوليکوټ ولسوالي د سېآب په کلي کي د صفر درې ځانګړي قطعې ځواکونو چاپه وهلي، چي پر مهال يې ۶ وسله وال وژل سوی او شپږ نور ژوندي نيول سوي.
نوموړي وویل، چي په دې عملياتو کي د وسله والو لس پټنځايونه هم تخريب سوي او د هغوی د ۳۱ عرادو موټرسيکلونو په ګډون ګڼ مهمات د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
امنیتي مسوولينو په ترسره کړو عملياتو کې د خپل زيان يادونه نه ده کړې.
د دولت وسله والو مخالفينو هم تر اوسه په دې اړه عکس العمل نه دي ښودلی.