په کندهار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو له روزنیز مرکز څخه ۱۵۰ تنه د سرحدي ځواکونو بریدملان چي څلور تنې ئې ښځي دي، له شپږو اوونیو زده کړو وروسته فارغ سول.
د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال برید جنرال سید نجم الدین سادات په دې اړه جوړه سوې غونډه کي وویل، افغان ځواکونه که نارینه دي او که ښځي، په مېړانه له خپل هیواد څخه دفاع کوي.
د ملي اردو د تعلیمي مرکز قوماندان ډګروال صالح محمد وویل، د سرحدي ځواکونو فارغ سوو ۱۵۰ تنو بریدملانو ته شپږ اوونۍ روزنه ورکړل سوې، چي په دوی کې څلور تنې ښځي دي.
هغه وايي دوی ته لازمه روزنه ورکول سوې ده، تر څو د دندي پر مهال ګټه ځني واخلي.
فارغ سوي بریدملان وايي، خلګو ته ډاډ ورکوي، چي د هغوی د سر او مال ساتنه به کوي او د خپل هیواد به دفاع کوي.
دوی وايي، خلک دي په ډاډه زړه خپل کاروبار او ورځنيو چارو ته دوام ورکړي ځکه دوی د همدې خلګو له پاره ولاړ دي چي د خلګو امنیت ونیسي.
چارواکي وايي، په کندهار کي اوس مهال د نارینه وو تر څنګ په امنیتي ځواکونو کي د ښځو شمېر هم زیات سوی دئ، چي دا به افغان ځواکونه لا هم پیاوړي کړي.